په بگرامیو ولسوالۍ کې ۸۰ تنه له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول کابل: ۱۴۴۵ رجب‌المرجب۹مه د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې ۸۰ تنه ځوانانو نن له شپږ میاشتو مسلکي روزنې وروسته؛ د فراغت تصدیق‌پاڼې او کاري وسایل ترلاسه کړل. له مسلکي زده‌کړو د ۸۰ تنو هیوادوالو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۴۰
ق


د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې ۸۰ تنه ځوانانو نن له شپږ میاشتو مسلکي روزنې وروسته؛ د فراغت تصدیق‌پاڼې او کاري وسایل ترلاسه کړل.
له مسلکي زده‌کړو د ۸۰ تنو هیوادوالو ته د فراغت تصدیق‌پاڼې او کاري وسایل د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمدزاهدجان آغا او د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز په لاسونو ووشل شول.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو؛ د کار چارو معین مولوي محمدزاهدجان آغا په خپلو خبرو کې فارغانو ته له کاري وسایلو د سالمې او غوره استفادې سپارښتنه وکړه.
یاد ۸۰ تنه  د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مدیریت او نظارت او د قدم تعلیمي خیریه مؤسسې په هلو ځلو  په څلورو حرفو؛ خیاطۍ، د موبایل ترمیم، د لمریزې برښنا د وسايلو ترمیم او کمپیوټر په څانګو کې زده‌کړې  ترسره او له نیکه‌مرغه نن یې کاري وسایل او تصدیق‌پاڼې  ترلاسه کړې، چې د مسلکي او ماهر کاګر په توګه به د کار بازار ته داخل شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د تقنین او د کار حقوقو ریاست ۱۰۶۰ مورده کتبي او شفاهي حقوقي مشورې ورکړې دي

د افغانستان اسلامي امارت تر بیاځلي حاکمیت وروسته، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقنین او د کار حقوقو ریاست توانیدلی، چې د کار په برخه کې د امارتي او غیرامارتي ادارو کارکوونکو، کارګرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

تېر کال له زیان سره د مخ ماشومانو؛ نږدې ۱۵۰۰۰ ټولنیزو قضیو ته رسېدنه شوې ده


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم د ساتنې ریاست په ۱۴۰۴ کال کې د پراخو حمایوي پروګرامونو په پلي کولو سره، د زرګونو ماشومانو قضیې تعقیب کړي او ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .

بیرته خبرونو ته