په خوست کې د فني او حرفوي زده کړو څخه ۱۱۰ تنه ځوانان فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۰:۵۰
خوست ولایت

 

د خوست ولایت دکار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو؛ ۱۱۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول.
دغه ځوانان د برښنا، کمپیوټر زده‌کړې او د موبايل ترمیم په حرفو کې تر شپږو میاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو وروسته فارغ او د ماهرو کاريګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
هغې غوندې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د خوست ولایت دکار او ټولنيزو چارو رياست استازي په خپلو خبرو کې فارغانو ته د مبارکۍ سربېره له هغوی وغوښتل ترڅو له وخت او له شته مهارتونو څخه په بشپړ ډول استفاده وکړي تر څو ټولنې ته ریښتنینی خدمات ترسره او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي.
 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوانان فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم ریاست په هڅو؛ ۱۹۸ تنه ځوانان له زیان‌ سره د مخ اقشارو او د جاپان یونسکو د فني او حرفوي زده‌کړو په  مرکزونو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان کې د ۸۰ تنو په ظرفیت یو باب روزنتون پرانیستل شو

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز ترینکوټ کې د ۸۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته نجونو د حمایت لپاره یو باب روزنتون فعاله شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست غونډې ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

بیرته خبرونو ته