په ده‌سبز ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۶:۸
ده سبز


د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د ده‌سبز  په ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه. 
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې وویل: د ټولنې تر ټولو زیان‌من قشر له حقوقو څخه د ملاتړ لپاره نورو هلو ځلو، کوټلو ګامونو او ستاسو اساسي مرستو او همکاریو  ته اړتیا ده.  
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د ستونزو حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیا ځلې یو ځای کولو په اړه هر اړخیزې  خبرې وکړي.
ورپسې د ده‌سبز ولسوال الحاج مولوي عطاءالله مجروح هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او نېک ګام دي چې په دې سره به د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې د ماشومانو د ساتنې کمېټه تر دې وړاندې په ټولو ولایتونو او ډېری ولسوالیو کې لا له وړاندې فعاله ده او موخه یې د ماشومانو د ملاتړ نظام پیاوړی کول دي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی چې یادې کمیټې د پرانیستلو بهیر به نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
افتتاح کمیتهٔ محافظت اطفال در ولسوالی ده‌سبز 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته