په قانوني توګه له هېواده بهر د کاریګرو د لېږد او د غیرقانوني تګ د مخنیوي په لارښودونو بحثونه وشول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۱۳
اعزام ګارګران

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ او د مختلفو وزارتونو د مسؤلینو په ګډون، په قانوني توگه له هېواده بهر د کاریګرو د لېږد او د غیرقانوني تګ د مخنیوي په لارښودونو بحثونه او خبرې وشوې.

ناسته کې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت  سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو سربېره، څرګنده کړه: له هېواده بهر د افغان کاري ځواک د غیرقانوني تګ په مخنیوي سره کیدلای شي، چې کارګرمنونکو هېوادونو سره د قانوني اعزام موضوع په جدي توګه تعقیب او ورته زمینه برابره شي، چې په دې برخه کې ځیني پرمختګونه هم ترسره شوي دي.

الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپلو خبرو په دوام وویل: د مختلفو وزارتونو او ادارو له لوري پورته ذکر شوي لارښودونه چمتو شوي، چې په نهايي کېدو او تطبیق سره به يې تر ډېره بريده د کاریګرو لپاره سهولتونه برابر شي.

ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معين مولوي قدرت الله جمال هم خپله وینا کې د لارښودونو د چمتو کېدو څخه خوښي څرګنده او په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

په همدې توګه د ناستو نورو ګډونوالو نظرونه هم شریک او د خپلو ادارو له لوري یې د همکاریو ژمنې وکړې.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د ذیدخله ادارو له استازو څخه یو کمېټه جوړه او د دې لارښودونو د بډاینې لپاره دې په مشترک ډول کار وکړي او تر بشپړېدو وروسته دې بلې ناستې ته وړاندې کړي.

نننۍ ناسته کې د بهرینو چارو، عدلیې، کورنیو چارو، عامې روغتیا، د اطلاعاتو او کلتور، د ار شاد، حج او اوقافو وزارتونو او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې با صلاحیته استازو ګډون کړی وو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته