په کونړ کې سږ کال ۲۵۰۰ تنو فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړې دي

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۰
Kunner

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، د یو کال په جریان کې ۲۵۰۰ تنه ځوانان له مختلفو حرفو څخه فارغ شوي دي.   د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په دې تړاو وايي: خلکو ته د کاري فرصتونو او د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې سږ کال توانېدلي یو، چې د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ تنه په مختلفو (مبایل‌جوړونې، ترکاڼۍ، موټرو انجن جوړونې، سلمه ګنډلو او غالۍ اوبدنې) حرفو کې تر عملي او نظري زده کړو وروسته د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې کړو. همدارنګه د کونړ ولایت څخه د یو بل خبر له مخې د کار او ټولنيزو چارو رياست په هڅو، د دې ولایت په مرکز  اسعدآباد کې د مرستیال والي او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پر ۲۰۰ تنو یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ژمني توکي ووېشل شول. هېره دې نه وي، چې د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د راسنتېدونکو ماشومانو د ملاتړ په موخه د مرستندویه مؤسساتو په همکارۍ ۱۰۵مرکزونه ایجاد کړي دي، ترڅو ماشومانو ته پکې د لومړنیو زده کړه برابره شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۹
Background image

د داخلي تفتیش رئیس په مشرۍ پلاوي؛ د کندهار ولایتي ریاست چارې وارزولې

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف‌الدین شرف په مشرۍ ‌پلاوي، د میدان‌وردګو، غزني او زابل ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو  له ارزونې څخه وروسته د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲۸
Background image

د کار انسټیټیوټ کې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځينی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

  د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انسټیټیوت کې د ادارې او کارکوونکو حقوق، امتیازات او مکلفیتونو څخه د پوهاوي تر عنوان لاندې د ظرفیت‌لوړونې شپږ ورځينی روزنیز ورکشاپ پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۱:۰
Background image

په کونړ کې سږ کال ۲۵۰۰ تنو فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړې دي

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، د یو کال په جریان کې ۲۵۰۰ تنه ځوانان له مختلفو حرفو څخه فارغ شوي دي.   د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په دې. . .

بیرته خبرونو ته