پکتیا ولایت کې ۱۸۰ تنو له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته، د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۹:۳۲
Q

د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري، ۱۸۰ تنو له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز پرانیسته وشوه.
هغه ناسته، چې په همدې موخه جوړه شوې وه او په کې د اقتصاد رئیس، د KRO مؤسسې  او د ځینو نورو ولایتي ادارو استازو ګډون درلود؛ د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري عبدالرحیم نصرت مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، څرګنده کړه: د خوښۍ ځای دی، چې د اعتیاد څخه رغېدلو ۱۸۰ تنو ته د مبایل ترمیم، نجارۍ، فلزکارۍ، د تعمیراتو د برښنا او خیاطۍ په حرفو کې د شپږو میاشتو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شوه او دې سره به هغوی وتوانیږي د سالمو اشخاصو په توګه له کورنیو او ټولنې سره یوځای او د خپلو کارونو مالکان وګرخي. نوموړي له یادو اشخاصو و غوښتل، چې له وخت نه په ښې استفادې سره دې خپلو زده‌کړو ته لازمه پاملرنه ولري.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته