کابل کې ۸۰۰ تنه اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له  فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول 

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۳
فراغت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه په پنځمې ښوونیزې دورې کې ۸۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له شپږمیاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته؛ په خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، بوټ‌ګنډلو، بیګ‌ګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو ترمیم په حرفو کې له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار  چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: په داسې یوه غونډه کې سره راټول یو، چې موخه یې د فني او حرفوي زده‌کړو له مختلفو رشتو څخه د ګڼ شمېر هغو هېوادوالو فراغت دی، چې تر څه مودې مخکې له خپلو کورنیو او ټولنې جلا او د ژوندانه تر ټولو سختې او نه هېرېدونکې شپې او ورځې یې تېرولې، خو لله‌الحمد  تر راټولولو او لازمې درملنې وروسته  زده‌کړې ورکړل شوې، چې نن فارغ او په دې سره به خپلې کورنۍ ته د حلالې نفقې د برابرولو وسیله هم وګرځي او د مسئول فرد او ماهر کارګر په توګه به ټولنې ته وړاندې شي.

همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه: تاسو ته څرګنده ده؛ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې نورو اقشارو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ؛ له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته هم یادې زده‌کړې ورکوي، چې په دې لړ کې څه موده وړاندې په کندز ولایت کې هم دا لړۍ پیل او په ټوله کې د هېواد په کچه تر دې مهاله نږدې ۹ زره له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص دا زده‌کړې ترلاسه کړي او نن د ټولنې د نورو اشخاصو په توګه خپل مسؤلیتونه لري او د خپلو کار او کسبونو مالکان دي، چې یو بېساری او تاریخي ګام دی. موږ ژمن یو چې دا لړۍ به تعقیبوو او له ټولو امکاناتو څخه به په دې لار کې کار اخلو.

مولوي محمدزاهد احمدزي له فارغانو او د هغوی له کورنیو وغوښتل؛ چې خپل کسب او کار ته په مخلصانه ډول غاړه ورکړي او له یادو ځوانانو سره د یو مسئول کس په توګه چلند وکړي.

د یادولو وړ ده؛ چې په فراغت‌غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر مولوي دین‌محمد حقبین سربېره، د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح، د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، مالي او حسابي رئیس مولوي احمدالله رفیق، اداري او خدماتو رئیس مولوي خیرمحمد خیرخواه، د کار چارو مشاور قاري محمدکریم حنفي او نور مسؤلینو هم ګډون درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته