کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د عالي رتبه کارکوونکو د دارایۍ ثبتولو عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو.

publish
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۷ - ۱۱:۴۷
4

په دې ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د غونډو تالار کې جوړ شوی وو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس فردوس فرخ امیری د خپلو خبرو په ترڅ کې د کارمندانو د دارایۍ ثبتول د شفافیت، ځواب ویلو او وزارتونو د کارونو په ښه والي کې مهم کار یاد کړ، زیاته یې کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند هغه کسان چې دارایۍ ثبتولو لپاره د شرایطو وړ دي، زیاترو یې د دارایۍ فورمې ډک کړي او دغه پروسه لا هم روانه ده.

په ناسته کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د تخنیکي معاونیت د دارایۍ د ثبت او بررسۍ د عامه پوهاوي آمر عبدالصبور حبیب هم د یادو فورمونو ډکولو اړوند خبرې و کړې او وورسته احسان الله حیات د دارایۍ د ثبت ادارې د معرفي کولو، ایمل یوسفزي د فورمونو ډکولو او احمد صفا رزمنده د دارایۍ ثبتولو او اشاعه قانون اړوند تفصیلي پریزنتیشنونه وړاندې کړل.

په پای کې هم د ګډون والو تر منځ ازاد بحث و شو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د تخنیکي معاونیت د دارایۍ د ثبت او تدقیق کارپوه له خوا د ګډونوالو پوښتونو ته ځوابونه وویل شول.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته