کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ (کب نهمه) و نمانځل شوه.

publish
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۴:۱۶
1

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د غونډو تالار کې جوړه شوې وه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د هیواد ملي دفاعي او امنیتي سرتیري د هیواد رښتیني بچیان یاد کړل او د کب نهمې په ویاړ یې دوی ته مبارکي وویله.

سید انور سادات د هیواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب وویل:  تاسو د هیواد رښتیني بچیان یئ او تل مو صادقانه هڅه او دښمنانو ته ماته ور کړې، ستاسې هڅې او سرښندنې به تل د هیواد په تاریخ کې خوندي وي.

په دې ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیالانو هم په کې ګډون درلود؛ د هیواد  د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې و ستایلې او د وزارت د رهبرۍ هیئت له خوا ورته ګلان او ستاېنلیکونو ډالۍ شول.

غونډه د هیواد د ملي پوځ د شهیدانو او په هیواد کې د تل پاتې سولې دعا په کولو سره پای ته و رسیده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۴۳
Background image

ننګرهار کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په مومندرې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو؛ (هرې کورنۍ ۹۴۰۰ افغانۍ)؛ مجموعاً ۲۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه. . .

بیرته خبرونو ته