کنړ کې له۱۳۱ اړمنو او بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته وشوه؛
د کنړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د بشري خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ له ۸۹ تنو اړمنو او بې سرپرسته زده کوونکو سره د جامو او د قرطاسیي توکو مرسته وشوه.
د یادې مرستې ارزښت، چې څه باندې ۶۰۰ زره افغانۍ کېده؛ د وېش پر مهال یې کنړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیبالله عمر د خپلو خبرو په مهال د همکارو مؤسسو له مرستو څخه په مننې سره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې ولایت په کچه د ماشومانو او اړمنو اقشارو څخه د ملاتړ او ځوانانو ته د کارموندنې په برخو کې ګټور پروګرامونه په پام کې لري، چې په تطبیق سره به یې و توانېږو تر ډېره بریده د یادو برخو د ستونزو په کمښت کې اقدام وکړو.
له کنړ ولایت څخه د یو بل خبر له مځې د یاد ولایت د لسو ولسوالیو له ۴۲ اړمنو او بې سرپرسته ماشومانو سره د ۵۸۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت د ۱۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم وشوه.