کونړ کې ۲۹۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته ژمني کیټونه ووېشل شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۴۵
کنړ


د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۲۹۹ تنه یتیم او بې‌سرپرسته ماشومانو ته ژمني کیټونه؛ کمپلې، جامې او جمپر چې مجموعي ارزښت یې د ۱۱۹۶۰۰۰ افغانۍ کېږي ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د همکارې اُمه خیریه موسسې څخه د مننې سربېره وویل: اړینه ده، چې په هېواد کې د اړمنو، د سړک پرمخ کاریګرو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو لاس‌نیوی او ملاتړ وشي او هغوی ته تر یوه بریده د ژوندانه سهولتونه برابر شي. 
همداراز یې د خپلو خبرو په دوام له ملي او نړیوالو موسساتو او خیریه مرستندویو بنسټونو څخه وغوښتل، چې د ژمي سړې هوا په را رسیدو سره هم‌مهاله، خپل فعالیتونه پراخ کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

بیرته خبرونو ته