ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ مرکز تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

publish
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۲:۳۵
1399

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د ننګرهار ولايت د کار او ټولنیزو چارو رياست په چوکاټ کې د څه باندې یو نیم میلیون افغانیو په مالي لګښت د ماشومانو د ملاتړ مرکز تر بیارغونې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشير احمد ته ينج او د ننګرهار والي ضياالحق امرخيل له خوا په داسې کال کې چې د کار او ټولنيزو چارو مالي او اداري مرستيال مسعودالله اورياخيل، د ننګرهار ولایتي شورا غړو او یو شمېر مسؤلینو یې هم ملتیا کوله؛ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کار او ټولنيزو چارو وزير د ياد مرکز پرانسته کې و ويل، چې د ماشومانو د ملاتړ مرکز کې به رد مرز شوي، ذهني ناروغ، قاچاق شوي، برمته شوي او له کورنیو څخه تښتیدلي ماشومان ساتل، روزل او له پالنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.

د ويلو دی، چې مياشت وړاندې بلخ ولايت کې هم ورته يو مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته و سپارل شو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته