د جمهوري رياست عالي مقام دويم مرستيال سره د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ ليدنه

publish
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۹:۲۲
W

 

کابل: ۱۴۰۰/۴/۱۴
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وزير بشير احمد ته ينج په داسې حال کې چې د کاري چارو مرستيال عبدالغفور ملکزي او د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني يې هم ملتيا کوله، د جمهوري رياست عالي مقام دويم رستيال قانونپوه استاد محمد سرور دانش سره يې و کتل. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ دې ليدنه کې د وزارت د لاسته راوړنو اړوند معلومات وړاندې کړل او د کړنو د لا ښه والي په موخه يې د اداري، بودجې او سرچينو اړوند ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه. 
د جمهوري رياست عالي مقام دويم مرستيال قانونپوه محمد سرور دانش د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ د کړنو راپور اوريدو څخه وروسته د ياد وزارت د کړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ډاډ يې ور کړ، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د بودجوي او اداري ستونزو رسيدو برخه کې به هر اړخيره همکاري وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۴۳
Background image

ننګرهار کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په مومندرې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو؛ (هرې کورنۍ ۹۴۰۰ افغانۍ)؛ مجموعاً ۲۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه. . .

بیرته خبرونو ته