د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکارو مؤسساتو سره د ۲.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل؛

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۸:۴۱
E


کابل :۱۴۴۵ د شعبان‌المعظم ۲۴مه 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د پنځو  کورنیو او نړیوالو  مؤسسو ترمنځ د ۲.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷ عنوانه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې؛ د دې وزارت مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دې هوکړه‌لیکونو لاسلیک یې اړمنو اقشارو څخه د ملاتړ او ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو په برخو کې له ارزښته ډک وباله. مولوي حقبین زیاته کړه: هېواد کې د امنیت په ټینګښت سره د بنسټیزو پروژو تطبیق ته مناسب بستر برابر دی، ټول باید په هره برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته په کتو د ښو او بهترو خدماتو په وړاندې کولو کې هېڅ راز هڅې و نه‌سپموو.
مالي او اداري معین د همکارو مؤسسو د خدماتو څخه په مننې؛ ټینګار درلود، چې هغوی دې خپل خدمات د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو او پالیسیو سره سم ترسره او پرته له هېڅ راز سلیقوي چلنده دې د هېواد ټول ولایتونه په ځانګړې توګه زیانمنې سیمي تر پوښښ لاندې ونیسي. همداراز یې په نړیواله ټولنه هم غږ وکړ، چې بشري مسایل دې د سیاسي ملحوظاتو تر اغېز لاندې نه راولي او په افغانستان کې دې هغه پروژې تطبیق کړي، چې له یوې خوا د کارموندنې باعث شي او له بلې خوا  د ځان بساینې په برخه کې اغېزمنې واقع شي.
ورپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد هم خپله وینا کې د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک څخه خوښي څرګنده او وویل: دا هوکړه لیکونه د ماشومانو څخه د ملاتړ، ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو او د بشري مرستو په برخو کې  د دوه اعشاریه درې میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شول، چې کابل، بلخ، بادغیس، ننګرهار،لغمان، خوست او هرات ولایتونو کې به یې  له امله  ۸۱۰۰ تنه هېواد وال مستفید شي او هم به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کارموندنې زمینه برابره کړي.
په همدې ترتیب د مؤسساتو په استازولۍ ضیا‌ء‌الله ارغندېوال خبرې وکړې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري یې د سهولتونو له برابرولو څخه په مننې سره؛ ژمنه وکړه، د هوکړه لیکونو د موادو مطابق به خپلې چارې پرمخ بیايي او له وزارت سره به نږدې همکاري لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۰:۵۷
Background image

د کار چارو معین په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له رئیسې سره ولیدل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي؛ په هېواد کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له رئیسې آغلې سي‌آو ويلي (Hsiao-Wei Lee) سره د سیلاب‌ځپلو هېوادوالو سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۰:۵۱
Background image

د کار چارو معین د برک مؤسسې له مشر سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په افغانستان کې د برک مؤسسې مشر مدحون اتي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د کار چارو معین مولوي محمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۷:۴۷
Background image

د کار ملي کانفرانس په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو د معین مولوي محمد زاهد په مشرۍ او په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو ادارو او سازمانونو د مسؤلینو په حضور؛ د کار ملي کانفرانس په. . .

بیرته خبرونو ته