د کار چارو معین د پنجشیر له والي سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین، الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي پنجشیر ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولایت له والي حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل.
کتنه کې د کار چارو معین د هېواد مختلفو ولایتونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات شریک او څرګنده کړه: د دې رسمي سفرونو په بهیر کې ولیدل شول، چې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې د تطبیق او بشپړېدو په درشل کې دي او د ډاډمن امنیت د موجودیت سربېره، ولسونو ته د محلي ادارو له لوري د خدماتو لړۍ هم په عادي ډول روانه ده او هېوادوال هم له خپل حکومت سره ښه همکاري لري، چې اړتیا لیدل کېږي له شته فرصتونو لا ډېره ګټه واخېستل شي او په هره برخه کې د یوه پرمختللي افغانستان لپاره کارونه چټک او ګړندي شي. مولوي محمد زاهد د خپلو خبرو په دوام؛ د پنجشیر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره مختلفو برخو کې د پنجشیر والي د همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو د دې ریاست د فعالیت ساحه لا پراخه شي.
ورپسې د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په کچه د روانو پرمختګو څخه په ستاینې سربیره وویل: د دې ولایت په کچه د مختلفو ادارو ترمنځ د همکارۍ فضا موجوده او هڅه کېږي، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د پنجشیر ولایت اوسیدونکو ته لازم خدمات عرضه شي. په پای کې یې له محلي ادارې سره، د پنجشیر ولسونو د همکارۍ څخه هم یادونه او مننه وکړه .
د یادولو ده چې دې سفر کې د کار چارو له معین سره، د بشري قواوو عمومي رئیس مولوي حسین احمد مدني او د مطبوعاتو رئیس سمیعالله ابراهیمي هم ملتیا کوي.