پکتیکا کې سلګونه تنو زیانمنو ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د مرکز سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۹۸ تنو یتیمو او زیانمنو ماشومانو سره د ژمنیو جامو مرسته وشوه.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه او د زیانمنو ماشومانو د کورنیو غړو هم حضور درلود، د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: په یاده مرسته کې جاکټ، ګوټونه، خولۍ، جرابې او دستکشې شاملې دي.
د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاست له سرچو همکارې موسسې څخه د مننې تر څنګ له نورو مرستندویه بنسټونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه