له اعتیاد څخه رغېدلو ۵۵۰ تنو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۱۰
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري کابل کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۵۵۰ تنو ته په پنځو حرفو (خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، د برېښنايي وسایلو ترمیم، بیک ګنډلو او بوټ جوړونې) کې د شپږ میاشتنو عملي او نظري زده‌کړو زمینه برابره شوه. 
په همدې مناسبت جوه شوې غونډه کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: دا د خوښۍ ځای ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار بازار اړتیاوو ته په کتو له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته په بېلابېلو حرفو کې د  زده‌کړو زمینه برابره کړې ده، چې تر دې دمه د کابل په شمول په مختلفو ولایتونو کې نږدې ۴زره تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص ور څخه مستفید او د سالمو انسانانو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره بېرته یو ځای شوي دي. مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډ لري، چې دا لړۍ د هېواد ټولو زونونو ته وغځوي، ترڅو زیات شمېر اشخاصو ته د زده‌کړو زمینه برابره او له دې لارې له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص په ځان بسیا او په راتلونکي کې د کار په بازار کې دخیل شي.
همداراز یې له هغو مؤسساتو چې په دې برخه کې فعالیت لري وغوښتل، چې په دې برخه کې دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نږدې کار وکړي، ترڅو په ګډه توګه د دې زمینه برابره شي، چې له زده‌کړو وروسته پر فارغو اشخاصو کاري وسایل ووېشل شي او دوی د خپلو کورنیو د نفقې جوګه وګرځي.
په پای کې یې په نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، دا چې د افغانستان اسلامي امارت د مخدره توکو په وړاندې بېسارې مبارزه کړې‌ده، نه باید دا مورد له پامه و غورځول شي بلکې په رښتینې توګه دې په دې برخه کې همکاري وکړي او د بدیل معیشت برخې ته دې لازمه پاملرنه وشي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار کې ۵۹۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته البسه او قرطاسیه توکي ووېشل شول


 

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د خوږکور روزنتون؛ ۵۹۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د  اووه سوه زره افغانیو په ارزښت البسه او قرطاسیه توکي؛ جامې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۱
Background image

د کونړ او ننګرهار ولایتونو ګڼ شمېر کارکوونکو ته روزنیزې اداري برنامې پیل شوې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د انسټیټوټ له لوري، د کونړ او ننګرهار ولایتونو د محلي ادارو کارکوونکو ته جلا جلا روزنیزې اداري برنامې په لار واچول شوې.

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د کار چارو معین د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت. . .

بیرته خبرونو ته