د داخلي تفتیش رئیس په مشرۍ پلاوي؛ د کندهار ولایتي ریاست چارې وارزولې
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس ملا شرفالدین شرف په مشرۍ پلاوي، د میدانوردګو، غزني او زابل ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو له ارزونې څخه وروسته د کندهار ولایت ته ورسیدل. د داخلي تفتیش رئیس ملا شرفالدین شرف او ورسره مل پلاوي په پیل کې، د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو له رئیس حاجي ملا محمدانور ګللالا سره د کتنې تر څنګ د ریاست کارکوونکو له ورځنیو کاري فعالیتونو، خدماتو، روزنتونون، د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه لیدنه وکړه او هلته یې د یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو جاج واخیست؛ د فني او حرفوي زدهکړو بهیر یې له نږدې ولید او د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې ولایتي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.