تېر کال له زیان سره د مخ ماشومانو؛ نږدې ۱۵۰۰۰ ټولنیزو قضیو ته رسېدنه شوې ده
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم د ساتنې ریاست په ۱۴۰۴ کال کې د پراخو حمایوي پروګرامونو په پلي کولو سره، د زرګونو ماشومانو قضیې تعقیب کړي او ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د عامه پوهاوي د ورکړې په شمول یې د نوو نوښتونو په پیلولو سره، د ماشومانو د حقوقو په تأمین او د وضعیت په ښه والي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
په تېر کال کې، د ماشوم ساتنې ریاست وتوانېد، چې د حمایوي سیستمونو په پیاوړتیا او د ټولنیزو خدماتو په پراخولو، د ماشومانو په ساتنه کې اغېزمن رول لوبولی او ټولټال په ۲۳ بېلابېلو کټګوریو کې یې ۱۴۵۹۴ له زیان سره د مخ ماشومانو قضیې تعقیب او حل کړې دي.
همدارنګه تېر کال د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ته د عامه پوهاوي پروګرام له لارې، ۴۰۴۲۰۷ تنه ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د ماشوم د حقوقو، د چاودېدونکو توکو له خطرونو د ځان ساتلو، د چاپېریال ساتنې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړی دی.
د محلي جوړښتونو د پیاوړتیا او د ماشومانو قضیو ته د غوره او چټک لاسرسي په منظور په ۲۰ نورو ولسوالیو کې د ماشوم ساتنېکمېټې جوړې کړې دي. دا کمېټې د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ، د پېښو د پېژندنې او د حمایوي خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لري. اوسمهال د هېواد په ۲۰۴ ولسوالیو کې د ماشومانو د ساتنې کمېټې فعالې او په منظم ډول د ماشومانو ستونزو ته رسیدنه کوي.
