د ماشوم ساتنې شبکې ناسته ترسره شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د اړونده امارتي او غیر امارتي ادارو د استازو په حضور د ماشوم ساتنې شبکې ناسته ترسره او په کې د مختلفو مواردو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
پیل کې د دې وزارت د ماشومانو د ساتنې ریاست رئیس مولوي سعدالدین مطمین مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ د تیرې ناستې د پریکړو د تعقیب په اړه معلومات شریک او هیله یې وښوده، چې ټول لوري دې د ماشومانو څخه د ساتنې، د ردمرزي ماشومانو ستونزو ته د رسیدګۍ او له کورنیو سره یې ادغام او هم د دوی د شاقه کارونو د مخنیوي په برخو کې دې روانې هڅې ګړندۍ کړي.
د ناستې ګډونوالو د دې ترڅنګ، چې په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې وستایلې، ژمنه یې درلوده، چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه به په مشترک ډول اقدام کوي.
په پای کې د والدینو مکلفیتونو ته هم په اشارې سره، هیله څرګنده شوه، چې دوی دې هم د خپلو ماشومانو د روزنې، تعلیم او تربیې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.