د کار او ټولنیزو چارو ریاست د برېښنايي سیستمونو پرانېسته وشوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۵۴
ننگرهار

 

 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي ننګرهار ولایت ته په خپل کاري سفر کې، د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې کورنیو وګړو ته د کار جواز د وېش، د مهارتونو د پراختیا، د ټولنیز خوندیتوب او د بې‌سرپرستو ماشومانو د معلوماتو او ادغام برېښنايي سیستمونه پرانېستل.
هغې غوڼدې ته، چې په همدې مناسبت د ولايتي بېلابېلو مسئولینو په ګډون جوړه شوې وه، د کار چارو معین وویل:  برېښنايي حکومتولي د نظم، سهولت او شفافیت په رامنځته کېدو، د جعل او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او په خپل وخت هېوادوالو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په لارو کې اړینه او هم د وخت اړتیا ده. خوښ یم، چې تر پلازمېنې کابل وروسته ننګرهار ولایت کې هم دا لړۍ پیل شوه، چې په پلي کېدو سره به یې د فني او حرفوي زده‌کړو په پروګرام کې نظم او دقت رامنځته، د مرستو په وېش کې به عدالت پلی او د بېوزلو کورنیو او ماشومانو دقیق ارقام به په لاس راشي او هم به له دې وروسته د کار جوازونه په برېښنايي ډول ووېشل شي.
ورپسې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، له کابل څخه ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو سربېره، د یادو برېښنايي سیستمونو له پرانېستلو خوښي څرګنده او ننګرهار ولایت ته د پاملرنې په پار یې د کار او ټولنیزو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه.
 همداراز د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس د پرانېستلو شویو سیستمونو په اړه معلومات شریک او ژمنه یې وکړه، چې اړوند کارکوونکي به هڅه کوي، ترڅو له هغې څخه په سالمې استفادې سره لازم خدمات وړاندې کړي.
په پای کې د کار چارو معین د یاد ریاست له روزنتون او د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه هم لیدنه ترسره او کارکوونکو ته یې ځینې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته