د کار چارو معین په افغانستان کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو د ټولنې له رئیس سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۰:۱۸
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې نن د کارموندنې خصوصي شرکتونو د ټولنې له رئیس الحاج نورالله فدوي او نورو استازو سره وکتل.
په پیل کې الحاج نورالله فدوي په خپلو خبرو کې د خپلو فعالیتونو، لاسته‌راوړنو، راتلونکو پلانونو، ستونزو او ننګونو په اړه معلومات شریک او همداراز د بیکارۍ د کچي د ټیټولو، ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونو د برابرولو؛ غيرقانوني مهاجرتونو څخه د مخنيوي، بهر هېوادونو ته  د مسلکي کاریګرو د لېږد او هلته له پخوا مېشتو افغان کاریګرو د ستونزو د حل پر څرنګوالي تفصیلي خبرې وکړي. 
ورپسې د کار او ټولنیزو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د کارموندنې د خصوصي شرکتونو د لاسته‌راوړنو او فعالیتونو د ستاینې سربېره په خپلو خبرو کې وویل: ستاسو د همکاریو او نږدې همغږیو سره د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی؛ چې له کارګرمنونکو هېوادونو سره تر تفاهماتو وروسته؛ په قانوني او شفاف ډول د مسلکي کاریګرو لیږد پروسه شروع کړي؛ چې په دې برخه ډیر دقت او هلو ځلو ته اړتیا .ده؛ هېله‌من یو چې له دې بهیر سره په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه او ځوانانو ته په بهر کې د کار زمینه برابره شي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

بیرته خبرونو ته