د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه د ملي پراختیا شرکت له رئیس سره د همغږۍ ناسته وشوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۰:۱۴
ملي پراختیا شرکت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه، د ملي پراختیا امارتي شرکت له رئیس عبدالرحمن عطاش سره وکتل.
کتنه کې د کار چارو معین په مختلفو برخو کې د ملي پراختیا امارتي شرکت  هلو ځلو او پروژو د ستایلو سربېره زیاته کړه: د کار ملي کانفرانس یو له عمده موخو څخه په راتلونکو پنځو کلونو کې نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینو اېجاد وو، چې په کې د ملي پراختیا امارتي شرکت هم یو  زیات شمېر هېوادوالو ته د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو ژمنه کړې ده او غواړو له ټولو ادارو سره د ترسره شویو هوکړه‌لیکونو مطابق، د کانفرانس له پای ته رسېدو وروسته د بشري ځواک په استخدام کې د هغوی د اجراآتو څخه ډاډ ترلاسه او خپلو ولسونو ته معلومات ورکړو، چې په دې موده کې کوم شمېر هېوادوالو ته په کومو برخو کې د کار زمینه برابر شوې ده. 
ورپسې د ملي پراختیا امارتي شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش وویل: دا زمونږ دنده او مسؤلیت ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ مسلکي کاریګرو ته په مختلفو برخو کې د کار زمینه برابره کړو ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه شي.
همداراز نوموړي د خبرو په دوام وویل: هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او په بیلابېلو برخو کې لویې او ملي پروژې تر کار لاندې دي؛ چې د استخدام او کارموندنې په برخو کې مثبتې او د پام وړ لاسته‌راوړنې لرلي، خو فقر او بېکاري اوس‌ هم د خلکو له اساسي ستونزو څخه دي، چې باید ټول په مشترک ډول خپل مسؤلیتونه ترسره او فعالیتونه ګړندي کړو، ترڅو په دې برخو کې هم پرمختګونه پراخ شي او هم به په اقتصادي برخه کې بدلون رامنځته کړي. همداراز یې په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د کار په ملي کانفرانس کې د ترسره شوې ژمنې د عملي کېدو لپاره اقدام شوی او په دې اړه به لازم معلومات د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره شریک کړو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته