د کار د عالي شورا د فعالیتونو لارښود تایید شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۱۹
د کار د عالي شورا

د کار او ټولنیزو چارو د وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ او د کار اړوند اتحادیو د استازو په حضور، د کار د عالي شورا د فعالیتونو او د دې شورا د سکرتریت د دندو لارښود په پرنسیپ کې تایید شو.

د ناستې په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د کار د عالي شورا د ناستو د جوړېدو له امله یې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: له نېکمرغه د تېرو ناستو د پرېکړو پر اساس یاد لارښود چمتو شو، چې د شورا د غونډو د تنظیم او فعالیتونو څرنګوالی، د ټولنیزو شریکانو ترمنځ سالمې کاري اړیکې، د کار اړوندو ادارو کې د مناسب کاري چاپېریال برابرېدل او د کار نړیوال سازمان له کنوانسیونونو سره د یوځای کېدو څرنګوالی یې له مهمو موخو څخه دي، ترڅنګ یې د شورا د سکرتریت جوړېدل یې بله مهمه برخه ده، چې په تطبیق او عملي کېدو سره به یې تر ډېره بریده د کار په برخه کې ستونزو ته رسېدنه او د کاریګرو له حقوقو څخه به دفاع وشي.

د ناستې ګډونوالو د کار عالي شورا د لارښود چمتو کېدل ښه اقدام وباله او د بډاینې په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چې له هرکلي سره مخ او په ټوله کې دا لارښود په درېیو فصلونو او ۱۲ مادو کې تایید او منظور شو.

د افغانستان د کاریګرو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست، د صنفي اتحادیو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو او د سوداګرۍ او پانګونې، د کرنې او مالدارۍ او د کسبګرو او د کاندارانو د خونو استازي د ناستې ګډونوال وو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته