د لوی اختر په مناسبت ۳۵۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته کالي ووېشل شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۵
اختریز کالي

د لغمان او کاپیسا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د لغمان ولایت ذکورو روزنتون ۱۲۵ تنه او ۱۲۵ تنه نور د کاپیسا  ولایت  یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د راتلونکي نیکمرغه لوی اختر په مناسبت کالي ترلاسه کړل.
د یادو توکو د وېش پر مهال د یادو ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو په خپلو خبرو کې وویل: یتیم ماشومان د ټولنې هغه قشر دی چې ځانګړې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري او یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو روزنه، تعلیم، هغوی ته د ژوند شرایط او سرپنا برابرول زمونږ دنده او مسؤلیت دی.
د یادونې وړ ده، چې په دواړو ولایتونو کې  اختریز کالي د ریاستونو په خپل  ابتکار او نوښت وویشل شوې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۴۳
Background image

ننګرهار کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په مومندرې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو؛ (هرې کورنۍ ۹۴۰۰ افغانۍ)؛ مجموعاً ۲۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۷
Background image

د کار چارو معین د کارګرو روغتیا ته د زیان‌رسونکو شغلونو او حرفوي ناروغیو د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت او د علومو اکاډمۍ له استازو سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د هغو شغلونو په اړه چې د کارګرو روغتیا ته زیان رسوي او د حرفوي ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي د عامې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۳:۳۵
Background image

توزیع مواد خوراکی، حفظ‌الصحه و لوازم ضروری به ارزش نزدیک به‌یک میلیون افغانی برای ۲۲۰ خانواده سیلاب‌زده و نیازمند در بغلان

به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ برای ۲۲۰ خانواده سیلاب‌زده و نیازمند مواد خوراکی، حفظ‌الصحه و لوازم ضروری از قبیل آرد، برنج ، روغن ، بوره، چای، ماکرونی،. . .

بیرته خبرونو ته