کونړ او پکتیا ولایتونو کې ۲۵۰ تنه زلزله ځپلو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۴۳
کونړ او پکتیا


د کونړ او پکتیا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۲۵۰ تنه زلزله ځپلو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته چې ۱۵۰ تنه زلزله‌ځپلو ماشومانو ته په کونړ او همدارنګه؛ ۱۰۰ تنه نور یتیم او بې‌سرپرسته ماشومانو په پکتیا کې؛ د ۲۹۷۵۰۰ افغانیو په ارزښت، د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کونړ او پکتیا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو مسئولینو له همکارو ادارو او موسساتو څخه د مننې سربېره له نورو ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او همکارو موسساتو څخه هم وغوښتنل، چې په هېواد کې د سړې هوا په راتګ سره له زیان سره مخ یتیم او بې‌سرپرسته ماشومانو لاس‌نیوی وکړي او تر یوه حده هغوی ته د ژوندانه سهولتونه برابر کړي. 
د یادولو ده، چې په کونړ ولایت کې د هایسو همکارو موسسې او په پکتیا کې د یاد ولایت د مقام له لوري د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته