کابل کې ۱۴۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۴
فن او حرفه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ ۱۴۰ تنه ځوانان؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغ‌شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه ۱۴۰ تنو ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې په نلدوانۍ، د تعمیراتو برېښنا، فلزکارۍ او خياطۍ حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته دوی ټولنې ته د ماهرو او نیمهماهرو کاریګرو په توګه ټولنې او د کار بازار ته وړاندې کیږي، چې په دې سره به وکولي شي خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا او د ځان‌بسیاینې په لور ګام واخلي.

همداراز د کار چارو معین څرگنده کړه، چې دا وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ، د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځوانانو، له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو، زیانمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او معلولو مجاهدینو ته په بېلابېلو برخو کې د کار بازار اړتياوو ته په کتو د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابروي، چې په دې سره به تر ډیره بریده د په هېواد کې د بېکارۍ کچې په راټیټیدو کې مثبته اغېزه ولري.

 مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې بېکاري د خلکو یو له جدي ستونزو څخه ده او د هغې پر وړاندې د مبارزې په موخه، د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي چې هېوادوالو ته د کاري  فرصتونو زمینه برابره کړي.

په پای کې د کار چارو معین له هېواده بهرو پانګوالو ته په خطاب کې وویل د ا.ا.ا په راتګ سره په هېواد کې د پانګونې لپاره زمينه برابره شوې، چې د پانګونې له لارې  به د بېکارۍ کچه تر ډېره بریده راټيټه او ګن شمېرهېوادوالو به په بازار کې د کار څښتن شي .

  د یادولو وړ ده، چې په یاده فراغت غونډه کې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح، د فني او حرفوي زده‌کړو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي،  او همداراز د یاد مرکز استادانو، زده‌کوونکو او مسئولینو هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول


  د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ( ۳۰۰ په هلمند او ۳۰۰ نورې یې په ارزګان) ولایتونو کې د ځانګړې سروې له‌مخې تثبیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د کار چارو معین د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ناروې د کډوالو شورا له مشر ښاغلي تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.

کتنه کې ښاغلي تاریا له. . .

بیرته خبرونو ته