د سکتوري وزارتونو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه
د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د اوبو او انرژۍ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو له معینانو، د اقتصاد وزارت، د برېښنا شرکت، صنعت او سوداګرۍ خونو، د صنعتکارانو اتحادیې، ښاروالۍ، د احصايي ملي ادارې او د صنعتي پارکونو مسؤلینو او استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په پيل کې د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې د بینالوزارتي اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا پر اهمیت، د صنعتکارانو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځمکو د وېش پر څرنګوالي، د داخلي او بهرنیو وګړو لپاره د کار جوازونو د ترلاسه کولو په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، صنعتکارانو ته په چارو کې د سهولتونو برابرولو، د ټیټ کیفیت او بېکيفيته توکو د واردولو د مخنیوي، په صنعتي پارکونو کې د شته ستونزو د حل او د کارپنځونې په موخه داخلي کارګرو ته په استخدام کې د لومړيتوب په اړه هراړخيزه خبرې اترې وکړې.
همدارنګه الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل مسؤلیت او وظایفو ته په کتو سره هڅه کوي؛ چې د راستنېدونکو هېوادوالو د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې په مشرۍ؛ یادو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو زمېنې برابرې کړي، متخصص او د کار وړ اشخاص د وزارت په اطلاعاتي بانک کې ثبت کړي او هغه هېوادوال چې له زدهکړو پاتې دي، د فني او حرفوي زدهکړو مرکزونو، مدارسو او ښوونځیو ته د مسلک او د زدهکړې د ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي، چې د دې بهیر له لارې ټولې امارتي ادارې او خصوصي سکتور به د خپلو اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو د کار فرصتونه برابر کړي.
ورپسې د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وویل: په هېواد کې؛ بېکاري یو له هغو ستونزو څخه ده، چې انکار ترې نه شي کېدای، خو د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ژمن دی چې د بېکارۍ د کچې د راټیټولو لپاره، د بېلابېلو برنامو د تطبیق له لارې، اغېزمن ګامونه پورته کړي.
په پای کې د همکارو امارتي ادارو او خصوصي سکتور مسؤلینو هم ژمنه وکړه، چې د ځانګړي ميکانيزم په اساس سره به راستنېدونکو هېوادوالو ته د کار زمینه برابروي.
