د سکتوري وزارتونو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵۴
وزارت کار و امور اجتماعی

د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د اوبو او انرژۍ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونو له معینانو، د اقتصاد وزارت، د برېښنا شرکت، صنعت او سوداګرۍ خونو، د صنعتکارانو اتحادیې، ښاروالۍ، د احصايي ملي ادارې او د صنعتي پارکونو مسؤلینو او استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په پيل کې د کار او ټولنيزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې د بین‌الوزارتي اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا پر اهمیت، د صنعتکارانو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځمکو د وېش پر څرنګوالي، د داخلي او بهرنیو وګړو لپاره د کار جوازونو د ترلاسه کولو په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، صنعتکارانو ته په چارو کې د سهولتونو برابرولو، د ټیټ کیفیت او بې‌کيفيته توکو د واردولو د مخنیوي، په صنعتي پارکونو کې د شته ستونزو د حل او د کارپنځونې په موخه داخلي کارګرو ته په استخدام کې د لومړيتوب په اړه هراړخيزه  خبرې اترې وکړې.

همدارنګه الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل مسؤلیت او وظایفو ته په کتو سره هڅه کوي؛ چې د راستنېدونکو هېوادوالو د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې په مشرۍ؛ یادو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو زمېنې برابرې کړي، متخصص او د کار وړ اشخاص د وزارت په اطلاعاتي بانک کې ثبت کړي او هغه هېوادوال چې له زده‌کړو پاتې دي، د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونو، مدارسو او ښوونځیو ته د مسلک او د زده‌کړې د ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي، چې د دې بهیر له لارې ټولې امارتي ادارې او خصوصي سکتور به د خپلو اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو د کار فرصتونه برابر کړي.

ورپسې د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وویل: په هېواد کې؛ بېکاري یو له هغو ستونزو څخه ده، چې انکار ترې نه‌ شي کېدای، خو د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ژمن دی چې د بېکارۍ د کچې د راټیټولو لپاره، د بېلابېلو برنامو د تطبیق له لارې، اغېزمن ګامونه پورته کړي.

په پای کې د همکارو امارتي ادارو او خصوصي سکتور مسؤلینو هم  ژمنه وکړه، چې د ځانګړي ميکانيزم په اساس سره به راستنېدونکو هېوادوالو ته د کار زمینه برابروي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

بیرته خبرونو ته