کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۵
ایران سفیر


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي سره ولیدل؛ او په دوه‌اړخیزه کاري اړیکو، ایران اسلامي جمهوریت ته د کارګرانو په قانوني لېږد، کاري ځواک په غوره تنطیم، دګډو همکاریو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د وضیعت د ارزونې په موضوعاتو یې خبرې وکړي.
په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ سفیر او ورسره مل پلاوي ته یې د ښه‌راغلاست ویلو سربېره زیاته کړه: د افغان مهاجرینو لپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو او  په هغه هېواد کې د افغان کارګرانو د بشري او کاري حقونو تضمین، په شمول افغان کارګرانو ته په عادلانه توګه مزد ورکړل شي، د کار د خوندي شرایط ورته برابر شي او د کاري اختلافاتو د حل لپاره ګډ کمیسیون جوړ شي؛ ترڅو  هلته د مېشتو او همداراز د نویو تلونکو افغان کارګرانو ستونزې هواري شي.
همدارنګه ملا عبدالمنان عمري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت غواړي، چې د ایران اسلامي جمهوریت سره په منظم، قانوني او ګټور ډول د مسلکي او په کار پوه کارګرو د لېږد، په هغه هېواد کې د هغوی د حقونو خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې تفاهم ته ورسېږي، او له هغه هېواد سره د کار ځواک تبادله وکړي.
ورپسې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي وویل: ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، څو د کډوالو په غوره ډول انتقال او ټولنیز ملاتړ په برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي او موږ پر دې باور یو، چې له افغانستان سره همکاري نه یوازې انساني مسئولیت، بلکې د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده.
 ښاغلي علي‌رضا بېکدلي زیاته کړه: له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیواله یو، او غوره بولو چې افغان ماهر ځواک ته په خپل کار بازار کې او ایراني ماهرو کارګرانو ته؛ د افغانستان په کار بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي؛ همدارنګه ښاغلي بېکدلی له افغانستان سره د ایران د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته تاریخي، کلتوري او دینی اړیکې باید لا زیاتې پراخې شي.
  دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو پراختیا، د فني او حرفوي زده‌کړو، کډوالو چارو د تنظیم لپاره ګډو همکاریو ته به دوام ورکوي.
په پای کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري ته د رسمي سفر بلنه هم وړاندې شوه، ترڅو د کاري اړیکو د پراختیا لپاره له ایران څخه لیدنه وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۵
Background image

کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي سره ولیدل؛ او په دوه‌اړخیزه کاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵
Background image

په ننګرهار کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت؛ ۳۰۰ اړمنو کورنيو ته د نقدي پيسو مرسته ووېشل شوه

د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو، هرې کورنۍ ۱۰۱۰۰، مجموعاً؛ ۳۰۳۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نقدي پيسو مرستې ووېشل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۴۸
Background image

لغمان کې څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت؛ ۲۰۹ تنه ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمينه برابره شوه

 

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۲۰۹ تنه هغو مسلکي کارګرانو ته، چې د ځانګړې سروې په ترڅ کې مستحق پېژندل شوي وو؛ د مالدارۍ، ترکاڼۍ، کراکري، مرغدارۍ او دوکاندارۍ حرفو. . .

بیرته خبرونو ته