ننګرهار کې د څه باندې ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت؛ ۵۹۰ اړمنو کورنیو ته د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۱۴
ننګرهار

ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۹۰ اړمنو کورنیو ته، چې په بټي‌کوټ کې ۳۰۰ کورنیو، سپین‌غر کې ۱۴۶ کورنیو او په اچین ولسوالۍ کې ۱۴۴ کورنیو ته، چې د ځانګړې سروې په ترڅ کې تشخیص شوې وې د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه.
د یادو مرستو د وېش پرمهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې وویل: هرې کورنۍ ته په اوسط ډول ۹۶۵۷؛ مجموعاً ۵۶۹۸۰۰۰ افغانیو د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه، او هېله‌من یو، چې په دې سره به د یادو اړمنو کورنیو د ژوندانه ستونزې تریو بریده حل شي.
 مولوي فریدالله حقاني د خپلو خبرو په دوام د ټي‌ډي‌ایچ نړیوالې موسسې څخه د مننې سربېره له نور همکارو ملي او نړیوالو موسساتو او مرستندویه خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، چې د ژمي په موسم کې د اړمنو او بېوزلو کورنیو لاس نیووي او ملاتړ وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته