کابل کې ۳۴۴ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۳۶
بصیر مرکز

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۳۴۴ تنه ځوانان د کابل ښار د بصير فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د نلدوانۍ، تعمیراتو برېښنا، یخچال او ایرکنډیشن ترمیم، مبایل ترمیم، د موټرو وایرنګ، د موټر انجن ترمیم، خياطۍ، د کمپیوتر زده‌کړې، د ویب‌پاڼو طرحې، د کورني برقي وسایلو ترمیم او د ترانسفرمر سیم‌پیچۍ په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغ‌شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د بصير د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د زیات شمیر ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې په دې سره به دوی وکولي شي خپلې کورنیو ته حلاله نفقه پیداکړي.

د کار چارو معین همداراز څرگنده کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ، د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځوانانو، له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو، له زیان سره مخ، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او معلولو مجاهدینو ته په بېلابېلو برخو کې د کار بازار اړتياوو ته په کتو د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابروي، چې په دې سره به تر ډیره بریده په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټېټه کړي.

ورپسې د مهارتونو پراختيا عمومي رئیس مولوي رحيم‌الله صراح هم په خپلو خبرو کې د اسلام سپيڅلي دين له نظره د کسب او کار په اهميت او ارزښت په تفصل سره خبرې وکړې او له فارغ شویو ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې له ترلاسه شويو عملي او نظري زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه استفاده وکړی ترڅو د خپلو کورنیو او ټولنې لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

  د یادولو وړ ده، چې په یاده فراغت غونډه کې د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي، د فني، حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د فني او حرفوي زده‌‌کړو د انسجام او همغږۍ رئیس ملا عبدالغني وفا، د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهيمي، د یاد مرکز استادانو، زده‌کوونکو او مسئولینو هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته