په ننګرهار او زابل ولایتونو کې ۱۳۸ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۹
ننگرهار او زابل


د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ،؛ ۱۰۰ تنه ځوانان، د بیک ګنډلو، خیاطۍ او موبایل ترمیم په حرفو کې تر اتو میاشتنیو نظري اوعملي زده‌کړو وروسته فارغ او د اړوند حرفو کاري وسایل پرې ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره؛ د اسلام مبارک دین له نظره د کسب او کار په ارزښت خبرې وکړې او له فارغ شویو ځوانانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو وسایلو، مهارتونو او تجربو څخه استفاده وکړي او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابر کړي.
همداراز د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو ۳۸ تنه ځوانان هم  د خیاطۍ، تعمیراتو برېښنا او مولدجوړونې په حرفو کې له شپږمیاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د یادونې وړده، چې په ننګرهار ولایت کې د فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شویو ځوانانو ته؛ کاري وسایل د ماشوم 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته