ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ شول
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو په ارزښت یې د اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني فارغانو ته په خطاب کې کې وویل: له ترلاسه شویو زدهکړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره ډول استفاده وکړئ، ترڅو خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د برابرولو وسیله او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لامل وګرځئ.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ سره هڅه کوي، چې ځوانانو؛ په ځانګړې ډول راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه د کار بازار اړتیاوو ته په کتو بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.
د یادولو ده، چې یاد کاري وسایل د قطر د سرې میاشتې ټولنې په مالي لګښت فارغ شویو اشخاصو ته ووېشل شول.
