په پرنسیپ کې د تخنیکي کمیټې له لوري د ماشومانو ساتنې او ملاتړ ملي پالیسۍ تائيدیدل

publish
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۴:۱۳
۷

د ماشومانو حقوقو څخه د ملاتړ تخنیکي کمیټې ناسته چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په مشرۍ جوړه شوې وه په کې د ماشومانو ساتنې او ملاتړ ملي کمیسیون راپور، د مختلفو ادارو وړاندیزونو او نظریاتو اړوند هر اړخیز بحث و شو او یاده پالیسي یې په پرنسیپ کې تائید کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج یادې ناستې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د تخنیکي کمیټې له ټولو غړو مننه  وکړه و یې ویل، چې تخنیکي کمیټه کې تر تایید وروسته به یاده پالیسي د ماشومانو ملاتړ ملي کمیسیون ته و لیږل شي او نږدې راتلونکي کې به د افغانسان اسلامي جمهوري دولت کابینه کې هم تر بحث لاندې و نیول شي.

د ویلو دی، چې د ماشومانو ساتنې او ملاتړ ملي پالیسي تر اساسي قانون او په هیواد کې تر نافذه قوانینو وروسته د ماشومانو د حقوقو برخه کې یو عالي ترینه اجرایي سند دی، چې په درېوو فصلونو کې جوړ شوی دی؛ اساسي موخه یې د ماشومانو ټولو حقوقو په ځانګړې توګه د زیانمن شویو ماشومانو څخه ملاتړ او هغوی ته د جسمي او رواني خوندیتوب زمینه برابرول دي.  

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۵۸
Background image

یک‌جاسازی ۱۳ کودک رد مرزی در ولایت‌های فاریاب و بلخ

 

سیزده تن از کودکان رد مرزی کشور ایران (۱۱ تن در فاریاب و ۲ تن دیگر در بلخ) که به همکاری نهاد پشتیبانی از کودکان جنگ (War Child) از ولایت هرات به ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

توزیع ۲۱۱۵ قطعه جواز کار به اتباع داخلی و خارجی در ماه حمل سال ۱۴۰۳

ریاست عمومی‌ قوای‌ بشری وزارت کار و امور اجتماعی از  صدود شدن «۲۱۱۵» جواز کار برای اتباع داخلی و خارجی در ماه حمل سال ۱۴۰۳ خبر داده‌است.
گفته می‌شود که این رقم در بخش‌های‌ تحصیلات عالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۵۲
Background image

توزیع ۷۶۱۵ قطعه جواز کار برای اتباع داخلی و خارجی در هرات

ریاست کار و امور اجتماعی ولایت هرات در سال ۱۴۰۲ هجری خورشیدی؛ ۷۶۱۵ قطعه جواز کار را برای اتباع داخلی و خارجی توزیع نموده‌است.
حافظ میرزا محمد ابو منصور؛ رییس کار و امور اجتماعی ولایت. . .

باز گشت به اخبار