په پرنسیپ کې د تخنیکي کمیټې له لوري د ماشومانو ساتنې او ملاتړ ملي پالیسۍ تائيدیدل
د ماشومانو حقوقو څخه د ملاتړ تخنیکي کمیټې ناسته چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په مشرۍ جوړه شوې وه په کې د ماشومانو ساتنې او ملاتړ ملي کمیسیون راپور، د مختلفو ادارو وړاندیزونو او نظریاتو اړوند هر اړخیز بحث و شو او یاده پالیسي یې په پرنسیپ کې تائید کړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج یادې ناستې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د تخنیکي کمیټې له ټولو غړو مننه وکړه و یې ویل، چې تخنیکي کمیټه کې تر تایید وروسته به یاده پالیسي د ماشومانو ملاتړ ملي کمیسیون ته و لیږل شي او نږدې راتلونکي کې به د افغانسان اسلامي جمهوري دولت کابینه کې هم تر بحث لاندې و نیول شي.
د ویلو دی، چې د ماشومانو ساتنې او ملاتړ ملي پالیسي تر اساسي قانون او په هیواد کې تر نافذه قوانینو وروسته د ماشومانو د حقوقو برخه کې یو عالي ترینه اجرایي سند دی، چې په درېوو فصلونو کې جوړ شوی دی؛ اساسي موخه یې د ماشومانو ټولو حقوقو په ځانګړې توګه د زیانمن شویو ماشومانو څخه ملاتړ او هغوی ته د جسمي او رواني خوندیتوب زمینه برابرول دي.