د چاپيريال ساتنه د ټولو هيوادوالو مسؤليت دی.

publish
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۵:۱۵
4

دغه خبره د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سيد انور سادات د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال انجينير عزت الله صديقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختيا ادارې مشر محمد شاکر مجيدي سره په ناسته کې و کړه.
په ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سيد انور سادات، د افغان ـ کوريا انستيتوت د يخچال، ايرکنديشن څانګو سره د چاپيريال ساتنې ملي ادارې په همغږۍ او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو صنعتي پراختيا ادارې په مرسته د مډرن وسائيلو مرستې څخه مننه و کړه.
ښاغلي سادات و ويل: د چاپيريال ساتنه د ټولو هيوادوالو دنده ده او بايد هر هيوادوال خپل ايماني او وجداني مسؤليت ادا کړي، نوموړي زياته کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت به هم د مخربه ګازاتو څخه د مخنيوي برخه کې د ايرکنديشنونو د مخربه ګازاتو د مخنيوي لپاره ګڼ شمير هيوادوال و روزي او د چاپيريال ساتنې ادارې په همکارۍ به د افغان ـ کوريا انستيوت ياده څانګه نوره هم غني کړي.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مرستيال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو صنعتي ادارې مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې د چاپيريال ساتنې برخه کې د وزارت هڅې و ستایلې او د لا زياتو همکاريو ژمنه يې و کړه.
د ويلو ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند افغان ـ کوريا انستيتوت هر کال ياده څانګه کې ګڼ شمير هيوادوال روزي، چې له دې وروسته به د مډرنه وسائلو په کارولو سره د يادې څانګې ظرفيت او خدمتونه لا زيات شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۵۸
Background image

یک‌جاسازی ۱۳ کودک رد مرزی در ولایت‌های فاریاب و بلخ

 

سیزده تن از کودکان رد مرزی کشور ایران (۱۱ تن در فاریاب و ۲ تن دیگر در بلخ) که به همکاری نهاد پشتیبانی از کودکان جنگ (War Child) از ولایت هرات به ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

توزیع ۲۱۱۵ قطعه جواز کار به اتباع داخلی و خارجی در ماه حمل سال ۱۴۰۳

ریاست عمومی‌ قوای‌ بشری وزارت کار و امور اجتماعی از  صدود شدن «۲۱۱۵» جواز کار برای اتباع داخلی و خارجی در ماه حمل سال ۱۴۰۳ خبر داده‌است.
گفته می‌شود که این رقم در بخش‌های‌ تحصیلات عالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۵۲
Background image

توزیع ۷۶۱۵ قطعه جواز کار برای اتباع داخلی و خارجی در هرات

ریاست کار و امور اجتماعی ولایت هرات در سال ۱۴۰۲ هجری خورشیدی؛ ۷۶۱۵ قطعه جواز کار را برای اتباع داخلی و خارجی توزیع نموده‌است.
حافظ میرزا محمد ابو منصور؛ رییس کار و امور اجتماعی ولایت. . .

باز گشت به اخبار