د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اساسي قانون د تصویب اوولسمه کلیزه ولمانځله

publish
Sun, Jan 10 2021 9:42 AM
2

د اساسي قانون د تصویب اوولسمې کلیزې په پار د کار او ټولنیزو چارو وزارت د غونډو په تالار کې غونډه جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د وزارت مشرتابه سر بیره د اساسي قانون پلی کولو څخه د څار خپلواک کمیسیون استازی، د وزارت رائیسانو، امرینو او یو شمیر کار کونکو ګډون درلود.

د کار او تولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج؛ د افغانستان اساسي قانون په سیمه کې یو تر ټولو ښه قانون او د جګړې وروسته د افغان ملت د تیرو څو لسیزو یوه لاسته راوړنه وبلله او ساتنه یې د افغانانو یو مسوولیت او دنده وباله. نوموړي همدا رنګه وویل چې د یاد قانون له برکته نن افغان ملت د یو نظام خاوند دي او د همدې قانون پر بنسټ ټول افغانان یو شان حق او امتیازات لري.

ښاغلي ته ینج؛ د اساسي قانون ۴۸ مادې ته په کتو سره په هیواد کې د دندو رامنځته کول او د بیکارۍ کچې راټیټول د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ ترڅو اړونده ادارې هم یاد وزارت سره په همغږۍ بې روزګارۍ له منځه وړلو کې هلې ځلې وکړي تر له یو پلوه مو اساسي قانون پلی کړي وي او له بل لوري مو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي وي.

د اساسي قانون پلی کولو څخه د څار خپلواک کمیسیون د اساسي قانون څخه په ډکر کې د قوانینو مطالعې ډیپارټمنټ مشر ښاغلي محمد هارون ستانکزي هم د افغانستان اساسي قانون په بیلابیلو برخو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې اساسي قانون د خلکو ملکیت دی او په هر حالت کې خلک باید له دې قانون څخه ساتنه وکړي او د پلي کولو لپاره یې باید کلک هوډ ولري، نومړي همدا رنګه یاد قانون اسلامي او خلک محوره وباله او په یو شمیر مواردو کې یې د تعدیل او د مثبت بدلون غوښتونکي شو.

د تقنین او د کار حقوق عمومي رئیس ښاغلي غلام مصطفی هاروني هم د افغانستان اساسي قانون د نورو قانونو سرچینه وبلله او د پلي کولو لپاره یې په هیواد کې شته ادارې مسؤله وبللې.

د افغانستان نوی اساسي قانون چې د ۱۳۸۲ هجري لمریز کال د لیندۍ له ۲۲ څخه د مرغومې تر ۱۴ نیټې پورې په کابل کې د جوړې شوي لویې جرګې لخوا په ۱۲ فصلونو او په ۱۶۲ مادو کې د رایو په اتفاق تصویب شو، چې وروسته بیا توشیح او نافذ شو.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS