محبوبه مور خصوصي روزنتون څخه د کار او ټولنيزو چارو وزير ليدنه

publish
Sun, Jan 24 2021 1:54 PM
۳

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج او ورسره مل پلاوي؛ پنجشير ولايت ته د کاري سفر په ترڅ کې د ياد ولايت لپاره د محبوبه مور خصوصي روزنتون شاګردانو پوښتنه هم وکړه؛ له هغوی سره يې د ژمنيو جمپرونو او نقدي مرسته وکړه.

د کار او ټولنيزو چارو وزير د ياد روزنتون څخه د ليدنې پر مهال د بې سرپرسته او يتيمو ماشومانو روزنه د ټولو ګډ مسؤليت ياد کړ او په دې برخه کې يې د خصوصي روزنتونو له مسؤلينو مننه وکړه.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې هڅه به وکړي؛ څو د پنجشير ولايت لپاره هم دولتي روزنتون جوړ کړي، ښاغلي ته ينج د پنجشير ولايت د کار او ټولنيزو چارو مسؤلينو ته په خطاب وويل، چې د دولتي روزنتون تر جوړيدو پورې کولای شي، د مرکز او نږدې ولايتونو د کار او ټولنيزو چارو رياستونو اړوند روزنتونونو څخه هم ګټه پورته کړي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS