د ذهني کم زوره ماشومانو لپاره د مرستې صندوق تاسیس شو

publish
Mon, Feb 22 2021 12:10 PM
1400
د ذهني کم زوره ماشومانو لپاره د مرستې صندوق د کار او ټولنیزو چارو وزارت او کابل سرینا هوټل په ګډه همکارۍ تاسیس شو، چې په کې د دواړو ادارو مسؤلینو، هنرمندانو، ملي سوداګرو، امنیتي او دفاعي ځواکونو، ملي شورا ځینو غړو او خصوصي سکتور استازو ګډون کړی وه.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج دې پروګرام کې وویل: د دې صندوق را منځ ته کول په هیواد کې یو نوښت دی او د دې صندوق له لارې را ټولې شوې پيسې به د دې قشر ماشومانو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مصرف شي.
ښاغلي ته ینج هغو کسانو ته چې له دې صندوق سره مرسته کوي په خطاب وویل: د دې صندوق د پيسو مصرفولو برخه کې تاسو ټولو ته ډاډ در کوم، چې د هیواد په ډيره لیرې سیمه کې به هم په شفافه توګه مصرف شي.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني و ویل، چې د هیواد ټول ماشومان د ښه ژوند لایق دي او د هغوی لپاره د ښه ژوند برابرلو برخه کې د ټولو هیوادوالو مرستې ته اړتیا لرو.
ښاغلي جیلاني زیاته کړه: اوس مهال هیواد کې په ۲۳ کټګوریو کې شا او خوا پنځه میلیونه زیانمن شوي ماشومان لرو، چې یو له دغو کټګوریو څخه هم ذهني کم زوري ماشومان دي، چې شمیر یې پنځه سوه زرو ته رسیږي، چې له ټولو ملي سوداګرو او ټولو هیوادوالو مو هیله ده؛ څو د دې قشر ماشومانو لا ښه ژوند په موخه مرسته و کړي.
د کابل سرینا هوټل رئيس تیم سویګمیکر وویل چې موخه مو د افغانستان ماشومانو سره مرسته ده او دا یوه نوې تجربه ده په دې هیله چې د دې ماشومانو د مرستې په پار نور هوټلونه او ادارې هم ورته پروګرامونه جوړ کړي.
دې ناسته کې د اغا خان بنسټ سفیرې خانم شهیرزاده ژمنه و کړه، چې دوی به هم مرسته و کړي او د ورته مرستو را ټولو لپاره ژمن دي، چې دې برخه کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړ کړي.
دې پروګرام کې دوه اتیا تنو ګډون کړی وه، چې هر نفر یوه یوه چوکۍ په ۳۰۰۰ افغانۍ ریزرف کړې وه او کابل سرینا هوټل مسؤلینو یادې پیسې د ذهني کم زورو ماشومانو سره د مرستې صندوق ته و سپارلې. سربیره پر دې پيسو، ۲۷۵۰ امریکايي ‌ډالره او ۱۲۶۵۰ افغانۍ نورې هم د ګډونوالو له خوا مرسته و شوه او د هیواد یو تن ملي سوداګر ښاغلي سید آغا له خوا د روان میلادي کال تر پایه د یاد صندوق سره هره میاشت د پنځه زره امریکایي ډالرو ور کولو ژمنه و شوه.
همدارنګه د شهر صحت روغتون مشر داکتر خالد ظاهر هم ژمنه و کړه، چې ۲۰۰ تنه ذهني کم زوري ماشومان به رایګان تداوي او هم به د دې قشر ماشومانو لپاره چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا ورته معرفي کیږي، په ۵۰ سلنه تخفیف تداوي کړي.
د ویلو دی، چې دغه نوښت به په نږدې راتلونکي کې په نورو دولتی او غیرې دولتي ادارو کې هم جوړ شي.

Latest news

Mon, Apr 06 2026 2:36 PM
Background image

Hundreds of Individuals Recovered from Drug Addicts Graduated from Vocational and Technical Training Programs

 

A total of 300 individuals who had recovered from drug addiction graduated from its sixth training term. These people received vocational and technical training in Pul-e-Charkhi. . .

Sun, Apr 05 2026 2:39 PM
Background image

The Directorate of Legislation and Labor Rights has provided 1,060 written and oral legal consultations

Following the resumption of power in Afghanistan by the Islamic Emirate of Afghanistan, the Directorate of Legislation and Labor Rights of the Ministry of Labor and Social Affairs. . .

Sat, Apr 04 2026 1:34 PM
Background image

Last year, nearly 15,000 Social Cases of Children Affected by Harm were Addressed

The Child Protection Directorate of the Ministry of Labor and Social Affairs, through the implementation of extensive support programs in 2025/26 followed up on thousands of child. . .

BACK TO NEWS