د کړنو د ښې همغږۍ او چارو د لا ښه والي په موخه د يوې جامع طرحې ليکل او ترتيبيدل

naweed_admin
Sat, Apr 09 2022 6:00 PM
Q


په قندهار ناسته کې د محترم اميرالمؤمنين په لارښوونه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ د کارونو لا ښه والي، د کړنو د همغږۍ،  او په ښه توګه د عوايدو را ټوليدو په موخه د يوې جامع طرحې ليکولو کار پيل کړ، چې له امله به يې د وزارت ټول کارونه په ښه همغږۍ مخته وړل کيږي. 
د ګدايۍ مخنيوي، د سوالګرو او معتادينو را ټولول، په هوايي ميدانونو کې بهرنيو وکړو ته د کار جواز رياست د کړنو لا ښه فعاليت، له هيواده بهر د کارګرو حقوقو څخه دفاع، د فني او حرفوي زده کړو هغو فارغانو ته چې لا هم دندې نه لري د ديتابيس جوړول، د کار بازار مطابق د فني او حرفوي زده کړو وړاندې کول، په ټول هيواد کې د وزارت اړوند کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د کار موندنې او بې کارۍ لپاره د جامعې طرحې جوړول او د ماشومانو د درندو کارونو څخه د مخنيوي په موخه د کورنيو او بهرنيو نهادونو ملاتړ، د يادې جامع طرحې له بنسټيزو مواردو څخه شميرل کيږي. 
د ويلو دی، چې ياده طرحه به د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې تر طرح او ترتيب وروسته په نږدې راتلونکي کې د رياست الوزرا عالي مقام ته و ليږل شي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS