د کړنو د ښې همغږۍ او چارو د لا ښه والي په موخه د يوې جامع طرحې ليکل او ترتيبيدل
په قندهار ناسته کې د محترم اميرالمؤمنين په لارښوونه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ د کارونو لا ښه والي، د کړنو د همغږۍ، او په ښه توګه د عوايدو را ټوليدو په موخه د يوې جامع طرحې ليکولو کار پيل کړ، چې له امله به يې د وزارت ټول کارونه په ښه همغږۍ مخته وړل کيږي.
د ګدايۍ مخنيوي، د سوالګرو او معتادينو را ټولول، په هوايي ميدانونو کې بهرنيو وکړو ته د کار جواز رياست د کړنو لا ښه فعاليت، له هيواده بهر د کارګرو حقوقو څخه دفاع، د فني او حرفوي زده کړو هغو فارغانو ته چې لا هم دندې نه لري د ديتابيس جوړول، د کار بازار مطابق د فني او حرفوي زده کړو وړاندې کول، په ټول هيواد کې د وزارت اړوند کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د کار موندنې او بې کارۍ لپاره د جامعې طرحې جوړول او د ماشومانو د درندو کارونو څخه د مخنيوي په موخه د کورنيو او بهرنيو نهادونو ملاتړ، د يادې جامع طرحې له بنسټيزو مواردو څخه شميرل کيږي.
د ويلو دی، چې ياده طرحه به د کار او ټولنيزو چارو وزارت کې تر طرح او ترتيب وروسته په نږدې راتلونکي کې د رياست الوزرا عالي مقام ته و ليږل شي.