د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير سره د هاجر مؤسسې د رئيس ليدنه

naweed_admin
Sat, Jun 04 2022 8:41 PM
W

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د هاجر مؤسسې اجرائيوي مشر (جان دي وال) سره خپل کاري دفتر کې وکتل. 

په دې تعارفي ليدنه کې چې د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سربيره د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شرف الدين شرف، د روزنتونونو عمومي رئيس فيضان احمد کاکړ، د ماشومانو سکرتريت رئيس مولوي عبدالعزيز او د ټولنيزو تأميناتو رئيس شريف الله شرافت هم برخه لرله، په کې د مختلفه ګټګوريو ماشومانو ستونزو ته د رسيدو اړوند خبرې و شوې. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د هاجر مؤسسې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د يادې مؤسسې له مشر څخه و غوښتل؛ څو د ماشومانو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند نورو برخو کې د خپلې همکارۍ ترڅنګ نورې مرسته کوونکې او همکارې ادارې هم تشويق کړي؛ څو د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې له افغان ماشومانو سره مرسته او همکاري وکړي. 
نوموړي وويل، چې د ا.ا په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت تل ژمن دی، چې له ورته همکارو ادارو سره به د پروژو تطبيق برخه کې د يو دولتي ادارې په صفت ښه همکاري کوي. 
ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د هاجر مؤسسې او د هغوی له لارې د نورو همکارو نهادونو پر استازو غږ وکړ؛ څو د خپلو پروژو د تطبيق برخه کې د ښاري سيمو ترڅنګ؛ کليوالو سيمو ته زيات لومړيتوب ورکړي؛ ځکه کليوالې سيمې په تيرو شل کلونو کې له هر ډول مرستو او خدمتونو څخه محرومې وې. 
د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د خپلو خبرو په ترڅ کې د ماشومانو د ښې روزنې پر ارزښت خبرې وکړې و يې ويل، چې د ماشومانو په روزنه کې بايد ډير دقيق اوسو؛ ځکه ماشومان د ټولنې راتلونکي دي او بايد د ټولنې د ښه پرمختګ او هيواد د ښې راتلونکې په موخه د هيواد ټولو ماشومانو ته رسيده ګي وکړو، چې په دې برخه کې د حکومت ترڅنګ همکاره او مرسته کوونکې ادارې هم بايد خپل اسلامي او شرعي مسؤليت ادا کړي. 
د افغانستان لپاره د هاجر مؤسسې اجرائيوي مشر ( جان دي وال) وويل، چې دوی د ماشومانو د ښې راتلونکې په موخه کار کوي او تر دې مهاله يې په افغانستان کې ګڼ شمير متضرر او اړمن ماشومان تر پوښښ لاندې نيولي او ژمن دي، چې د ماشومانو برخه کې د خپلو امکاناتو په محدوده کې لا زياته همکاري وکړي. 
د ويلو دی، چې هاجر مؤسسه د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند د کارته سه (د ذهني تأخير لرونکو ماشومان مرکز) سره همکاري لري او په نږدې راتلونکي کې به تر يو لړ خبرو وروسته ورسره د ښې همغږۍ او همکارۍ دوه اړخيز هوکړه ليک هم لاسليک کړل شي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS