د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير د روزنتونونو عمومي رياست څخه ليدنه وکړه

naweed_admin
Sat, Mar 04 2023 9:57 AM

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا عبدالمنان عمري په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف او د وزارت يو شمير نورو رئيسانو يې هم ملتيا کوله د روزنتونونو عمومي رياست څخه ليدنه وکړه.
نوموړي همدارنګه د روزنتونونو عمومي رياست له مسؤلينو سره تر ليدنې وروسته د وزارت اړوند د علاوالدين او تهيه مسکن روزنتونونو او د ماشومانو دوه حمايوي مرکزونو څخه هم ليدنه وکړه او د يادو روزنتونونو او مرکزونو له شاګردانو سره يې له نږدې وکتل. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج ملا عبدالمنان عمري د يادو مرکزونو د مسؤلينو او شاګردانو ستونزې واوريدې او د حل په موخه يې اړونده مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. 
الحاج ملا عبدالمنان عمري د روزنتونونو له مختلفو برخو څخه د ليدنې پر مهال مسؤلينو ته لارښوونه وکړه؛ څو د يادو شاګردانو د غذا، يونيفورم، مسجد او روزنتونونو د ترميماتو برخه کې جدي کار وکړي او خپل وړانديزونه او اجرات د وزارت مقام سره شريک کړي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS