د کار او ټولنیزو چارو وزارت او مؤسساتو ترمنځ د ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د هوکړه لیکونو لاسلیک

naweed_admin
Sun, Jan 07 2024 6:43 PM
j

 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت  له نهو کورنیو مؤسساتو سره، د فن او حرفو او یتیمانو څخه د ملاتړ په برخو کې د ۱.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل چې له امله به یې په ۸ ولایتونو کې ۷۵۷۵ تنه هیوادوال مستفید شي.
په هغو مراسمو کې په همدې موخه جوړ شوې وو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین خپلو خبرو کې د فن او حرفې او د یتیمانو د ملاتړ په برخو کې د مؤسساتو سره د هوکړه‌لیکونو له لاسلیک څخه خوښي څرګنده او وویل: له ټولو ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو  سره د غوره تفاهم اراده لرو او له ټولو بشري او خیریه سازمانونو غواړو چې د افغان ولس مظلومو اقشارو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې لازمه همکاري ترسره او خپل خدمات د هیواد لیرې پرتو سیمو او سرحدي ولایتونو ته هم وغځوي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست حافظ عزیزالرحمان د یادو هوکړه لیکونو په اړه وویل: د ویاړ ځای دی چې نن یوازې له داخلي مؤسساتو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول چې له دې سره به د مستفدینو ترڅنګ زیات شمېرهېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. نوموړي له مؤسساتو وغوښتل چې خپل فعالیتونو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په پوره هم‌غږۍ تعقیب کړي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS