کندهار ولایت کې ۱۱۰ تنه ځوانان د مختلفو حرفو څخه فارغ شول

naweed_admin
Thu, Jan 11 2024 9:43 AM
n

د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فن او حرفې له مرکز څخه ۱۱۰ تنه ځوانان چې مختلفو حرفو کې یې شپږ میاشتې زده‌کړې ترلاسه کړې وې فارغ، او پر هغوی د فراغت د سندونو سربېره؛ کاري وسایل هم ووېشل شول.
هغه ناسته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه او په کې د مختلفو ادارو او د HHRD مؤسسې استازو ګډون درلود، د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج ملا محمد انور حاجي ګل‌لالا مېلمنو ته ښه راغلاست سربېره، خپلو خبرو کې وویل : یادو ۱۱۰ تنه ځوانانو چې د مبایل د ترمیم، د تعمیراتو د برښنا، مستري توب، خیاطۍ او نجارۍ په برخو کې د شپږو میاشتو لپاره زده‌کړې کړي او په‌دې موده کې هغوی ته د ۸ زرو افغانیو په ارزښت خوراکي توکي هم د مرستو په توګه ورکول کېدل چې نن یې د فراغت مراسم دي او د فراغت سندونو سربېره هغوی ته کاري وسایل هم په پام کې نیول شوي.
د کندهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس هیله څرګنده کړه چې یاد فارغ شوي ځوانان به وتوانیږي چې د ماهرو او نیمه ماهرو کارګرو په څېر د کار بازار کې شامل او له دې لارې به خپلو کورنیو ته  حلاله نفقه برابره کړي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS