ننګرهار کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۶۰ تنه ځوانان فارغ شول

naweed_admin
Thu, Aug 01 2024 10:39 AM
Q


ننګرهار ولایت کې ۶۰ تنه ځوانان د فني او حرفوي زده‌کړو له اوه میاشتنۍ دورې وروسته فارغ او د ماهرو او نیمه ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د ولایتي ادارې د مختلفو ریاستونو استازو، علمای کرامو او ځایي خلکو حضور درلود؛ د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: اقتصادي ستونزې، د بېکارۍ لوړه کچه او بېوزلۍ د افغانانو د ژوندانه سترې ستونزې دي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همدې ستونزو سره د جدي مبارزې په منظور د هېواد په مختلفو ولایتونو کې په خپلو اړوندو مراکزو کې هېوادوالو په تېره بیا ځوان قشر ته د کار بازار د اړتیاوو مطابق د زده‌کړو زمینې برابروي، ترڅو له یوې خوا یې ماهر کاریګر روزلي وي او بلې خوا یې د بېکارۍ کچې د راټیټولو په لاره کې خپل مسؤلیت ترسره کړی وي. 
نوموړي همدا راز وویل: همدې موخې ته د رسېدو په درشل کې دا دی نن د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د ۶۰ تنو ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې د اوه میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته یې د مبایل ترمیم، موټرسایکل جوړولو او خیاطۍ له حرفو څخه د فراغت سندونه ترلاسه او د ډاکار همکارې مؤسسې په ملاتړ د اړوندو حرفو کاري وسایل هم پرې ووېشل شول.
ورپسې د د ډاکار مؤسسې د ختیځ زون مسؤل حاجي محمدامین اخندزاده هم خپله لنډه وینا کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د مننې سربېره د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات شریک او زیاته یې کړه: یادو ځوانانو ته د زده‌کړو په بهیر کې ۴۰۰۰ افغانۍ میاشتنی معاش هم ورکول کېده او هیله مندیم تر فراغت وروسته د اړوندو حرفو له طریقه د کار بازار کې خپل مسؤلیت ترسره او د خپلو کورنیو لپاره حلال رزق وګټي.

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

Wed, Feb 25 2026 2:33 PM
Background image

High Labor Council Follow-up Meeting

The fifth round of follow-up meetings to discuss the High Labor Council was held under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlvi Mohammad Zahid Ahmadzai.. . .

BACK TO NEWS