په پنځو راتلونکو کلونو کې د نږدې یو نیم میلیون هېوادوالو لپاره د کاري زمینو د برابرولو په اړه د ادارو ژمنې؛

naweed_admin
Thu, Sep 26 2024 9:47 AM
د

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست، چې د کار ملي کانفرانس د همغږۍ او اړیکو کمېټې مسؤلیت هم لري، وايي چې ګڼو امارتي ادارو له دې وزارت سره د هوکړه‌لیکونو په لاسلیک سره ژمنې کړي، چې راتلونکو پنځو کلونو کې به نږدې یو نیم میلیون تنو هېوادوالو ته کاري زمینې برابروي. 
د پالیسۍ او پلان زیاست زیاتوي، چې د کاري زمینو د برابرولو، د بیکارۍ کچې کمښت، د کادرونو له تېښتې څخه مخنیوی او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه: په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۴۴۳۵۸۴ (یو میلیون، څلور سوه درې څلوېښت زره او پنځه سوه څلور اتیا) تنو ته کاري فرصتونه برابرېږي.
د ویلو ده چې څه موده وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري او د امارتي ادارو په ګډون د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کار ملي کانفرانس ترسره شوه، چې په هغه کې د کارموندنې او بیکارۍ کچو د کمښت په برخو کې د اړونده ادارو نقش او مسؤلیت ته په کتو له هغو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.او دا ادارې به د خپلو اجرااتو د پرمختګ په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نږدې همغږي لري او په کانفرانس کې د ترسره شویو ژمنو د تعقیب په منظور به وخت نا وخت ناستې ترسره کېږي

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS