د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېوو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ زره د کار جوازونه وېشلي

media_admin
Tue, Jan 14 2025 10:53 AM
وزارت کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې ۳۳۲۰۰  قطعې د کار جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید را ټول کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ارقام ښيي چې ۲۱۵۶۷ تنه په امارتي سکتور، ۹۸۰۹ تنه هېوادوال په خصوصي سکتور کې په دندو ګمارل شوي، همدارنګه ۱۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.
د یادولو ده چې  له دې ارقامو سره په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په درېوو ربعو کې د وېشل شویو کار جوازونو شمېر ۹۰۲۳۱ قطعو ته ورسېد.
همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې په تېرو درېوو میاشتو کې د کارموندنې نهه فعال خصوصي شرکتونه وارزوي.
د بشري ځواک لوی ریاست د ارقامو له مخې؛ تیره ربع کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ته ۴۴۶۱ تنو هېوادوالو مراجعه کړې ده، چې له هغې ډلې ۲۵۶۹ تنه امارتي او خصوصي سکتورونو او مؤسساتو ته معرفي شوي؛ چې له نېکمرغه ۱۷۸۰ تنو دندې هم ترلاسه کړي دي.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS