د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېوو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ زره د کار جوازونه وېشلي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې ۳۳۲۰۰ قطعې د کار جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید را ټول کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ارقام ښيي چې ۲۱۵۶۷ تنه په امارتي سکتور، ۹۸۰۹ تنه هېوادوال په خصوصي سکتور کې په دندو ګمارل شوي، همدارنګه ۱۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.
د یادولو ده چې له دې ارقامو سره په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په درېوو ربعو کې د وېشل شویو کار جوازونو شمېر ۹۰۲۳۱ قطعو ته ورسېد.
همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې په تېرو درېوو میاشتو کې د کارموندنې نهه فعال خصوصي شرکتونه وارزوي.
د بشري ځواک لوی ریاست د ارقامو له مخې؛ تیره ربع کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ته ۴۴۶۱ تنو هېوادوالو مراجعه کړې ده، چې له هغې ډلې ۲۵۶۹ تنه امارتي او خصوصي سکتورونو او مؤسساتو ته معرفي شوي؛ چې له نېکمرغه ۱۷۸۰ تنو دندې هم ترلاسه کړي دي.